تازه خبرونه ۲۳ ستمبر ۲۰۲۶

د امریکا او ایران درې ساعته خبرې، ټرمپ یې ډېرې ښې او ګټورې وبللې

کوټه (ویب نیوز) د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په نیویارک کې د امریکايي او ایراني چارواکو ترمنځ درې ساعته خبرې «ډېرې ښې» او «ډېرې ګټورې» بللې او ویلي یې دي چې له ایران سره د هوکړې امکان شته، خو ایران باید اټومي وسلې ترلاسه نه کړي. د الجزیرې د راپور له مخې، ټرمپ ویلي چې د ایران په اړه په مذاکراتو کې د امریکا ځانګړو استازو سټیو وېټکاف او جرد کوشنر هم ګډون کړی و او ښايي بله ناسته هم په نږدې راتلونکي کې ترسره شي. بل لور ته د ایران تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په نیویارک کې له وېټکاف سره لیدلي او تهران د هرمز تنګي د بېرته پرانیستلو لپاره خپلې شرطونه امریکايي استازي ته وړاندې کړي دي. د راپور له مخې، د ایران شرطونو کې د سمندري محاصرې سمدستي ختمول، د ایران د کنګل شویو شتمنیو سمدستي بېرته ورکړه او د مقاومت په ټولو جبهو کې د جګړې پای ته رسول شامل دي. د امریکايي لوري د غبرګون او د دې لیدنې د مشخصې پایلې په اړه تر اوسه نور جزیات نه دي خپاره شوي.