پاکستان ۱۷ مئی ۲۰۲۶

د هند د پوځ د مشر بیان ته د پاک فوج سخت غبرګون، “هر ډول برید به دوه اړخیزه تباهي ولري”

راولپنډۍ: د پاک پوځ د عامه اړیکو څانګې (آی ایس پي آر) د هند د پوځ د مشر وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي چې د یوې اټومي ګاونډي هېواد د نقشې څخه د ختمولو ګواښ ذهني ناکامي، د جګړې جنون او پاروونکې ذهنيت ښيي، او دا ډول بیانونه د سیمې د سولې لپاره خطرناک دي، آی ایس پي آر ویلي چې پاکستان یو خپلواک اټومي هېواد دی او د جنوبي اسیا د جغرافیې او تاریخ نه بېلېدونکی حقیقت دی، او هر ډول تېری به داسې پایلې ولري چې یوازې یو اړخ ته محدودې نه وي بلکې دواړه خواوې به زیانمنې کړي، پاک پوځ ټینګار کړی چې سیمه‌ییز ثبات د تحمل، سیاسي بلوغ او د سوله‌ییز ګډ ژوند له لارې ممکن دی نه د ګواښونو له لارې، او هند ته پکار ده چې د شخړو پر ځای د خبرو او همکارۍ لاره خپله کړي۔