کوټه (ویب نیوز)د کرکټ نړیوالې شورا د تازه نړیوالې درجهبندۍ له مخې، د پاکستان لیګ سپینر ابرار احمد د لومړي ځل لپاره د شل اوریزو لوبو د بالرانو په درجهبندۍ کې لومړی مقام خپل کړی دی. هغه د افغانستان مشهور سپینر راشد خان ته په یوه ریټینګ پواینټ ماتې ورکړې او لومړی مقام یې ترلاسه کړی دی. ابرار احمد د پاکستان پنځم بالر دی چې د شل اوریزو لوبو په درجهبندۍ کې لومړی مقام ته رسېږي؛ تر دې مخکې عمر ګل، سعید اجمل، عماد وسیم او شاهد افریدي دا مقام ترلاسه کړی و. د پاکستان صاحبزاده فرحان د شل اوریزو لوبو په بیټنګ کې درېیم، صائم ایوب د آلراؤنډرانو په درجهبندۍ کې دویم او محمد نواز په بالرانو کې اتم مقام لري. د یو ورځنیو لوبو د بالرانو په درجهبندۍ کې هم ابرار احمد دویم مقام لري، په داسې حال کې چې بابر اعظم د یو ورځنیو لوبو په بیټنګ کې شپږم مقام ساتلی دی.
