کوټه (ویب نیوز) د پاکستان پوځ د عامه اړیکو څانګې (آی اېس پي آر) له مخې، د کوټې په شعبان سیمه کې امنیتي ځواکونو د ترهګرو پر ګڼو پټنځایونو عملیات کړي، چې په ترڅ کې یې د سختې ډزو په تبادله کې ۱۳ ترهګر وژل شوي او د هغوی له پټنځایونو څخه وسلې، مهمات او چاودېدونکي توکي ترلاسه شوي دي. د آی اېس پي آر په وینا، دغه عملیات د فتنه الخوارج او فتنه الهندستان د ګڼو پټنځایونو د موجودیت د اطلاعاتو پر بنسټ ترسره شوي وو، چې د سیمې د خلکو لپاره یې خطر جوړ کړی و. د سپټمبر په ۲۲مه او ۲۳مه په کېچ او کوټه کې په جلا استخباراتي عملیاتو کې هم ۶ ترهګر وژل شوي دي، خو د ډزو په تبادله کې د پاکستان پوځ صوبیدار محمد جمیل شهید شوی، چې د ډېره غازي خان د تونسې شریف تحصیل اوسېدونکی و. آی اېس پي آر ویلي چې د ترهګرۍ پر ضد عملیات به په پراخه کچه دوام ولري.
