کوټه (ویب نیوز) پښتونخوا ملي عوامي ګوند د سمنګلي هوايي اډې پر عمومي سړک د شپږم ټولګي زده کوونکي محمد حمزه د بشیر احمد زوی، د بړېڅ قوم، د ډزو له امله د وژل کېدو پر پېښه ژوره خواشیني څرګنده کړې او غندنه یې کړې ده. ګوند ویلي چې په هغه سیمه کې چې د هوايي ځواک تاسیسات او امنیتي انتظامات موجود دي، د یوه بې ګناه زده کوونکي وژل کېدل د اندېښنې وړ دي او باید د پېښې لاملونه او ټول حقایق روښانه شي. ګوند د سمدستي، شفافو او بې پرې پلټنو، د موجودو کمرې ثبتونو او نورو شواهدو د کتنې، د مسوولو کسانو د پېژندنې، د ایف آی آر د درج کولو او د قانون له مخې د ککړو کسانو پر ضد د کارروایۍ غوښتنه کړې ده. ګوند د شهید زده کوونکي له کورنۍ سره خپله خواخوږي او ډاډګېرنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې په دې غمجن وخت کې له کورنۍ سره ولاړ دی.
