مقامی ۲۴ ستمبر ۲۰۲۶

د غبرګ پېښې په اړه د پښتونخوا ملي عوامي ګوند اندېښنه، د ولس د خوندیتوب غوښتنه

کوټه (ویب نیوز) پښتونخوا ملي عوامي ګوند د کوټې ښار اړوند د غبرګ د کلي غیبزي او عبدالزي په سیمو کې د تېرې ورځې د ډزو، د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ د نښتې او عملیاتو پر مهال د رامنځته شوې ترینګلتیا، د څو ساعتونو لپاره د عامو خلکو په کورونو کې د ایسارېدو او د سیمه ییز ځوان نوید زمان د سخت ټپي کېدو پر پېښه اندېښنه څرګنده کړې او غندنه یې کړې ده. د ګوند په بیان کې ویل شوي چې د غبرګ پېښه باید له پراخې امنیتي وضعیت څخه جلا ونه کتل شي، ځکه د بوستان له لویې لارې څخه تر زیارت کراس، چوکل، قلعه بوستان او غړګۍ کراس پورې په اړوندو سیمو کې د وسله والو د ازادې تګ راتګ او ناامنۍ راپورونه هم موجود دي. ګوند ویلي چې د ترهګرۍ او وسله والو فعالیتونو پر وړاندې اقدامات د دولت دنده ده، خو د عملیاتو پر مهال باید د ملکي وګړو د سر او مال، عزت او اساسي حقونو خوندیتوب هم یقیني شي. ګوند د غبرګ د پېښې د بشپړو او بې پرې پلټنو، د ټپي ځوان نوید زمان لپاره د غوره طبي اسانتیاوو او د ملکي وګړو د اوښتو زیانونو د جبران غوښتنه کړې ده. په بیان کې له حکومت څخه غوښتل شوي چې په غبرګ، بوستان، زیارت کراس، چوکل، قلعه بوستان، غړګۍ کراس، پنجپایي او نورو اغېزمنو سیمو کې امنیتي وضعیت ښه او د وسله والو د ازاد تګ راتګ د مخنیوي لپاره اغېزمن ګامونه پورته کړي.