تازه خبرونه ۱۷ مئی ۲۰۲۶

امریکا او ایران د مذاکراتو سخت شرطونه مخې ته راغلي، پټ مطالبات افشا شول

واشنګټن: د ایران خبري ادارو د امریکا او ایران ترمنځ احتمالي مذاکراتو په اړه نوې تفصیلي معلومات خپاره کړي چې پکې د دواړو هېوادونو سخت شرطونه مخې ته راغلي، راپورونه وایي امریکا له ایران څخه غوښتنه کړې چې شاوخوا 400 کلو ګرام غني شوی یورانیم امریکا ته ولېږدوي او یوازې یوه اټومي تاسیسه فعاله وساتي، همدارنګه د ایران کنګل شوې شتمنۍ نه خلاصول او ځینې نور سخت شرطونه هم شامل دي، بل لور ته ایران ټینګار کړی چې لومړی باید بشپړ اوربند وشي، بندیزونه ختم شي او کنګل شوې شتمنۍ بېرته ورکړل شي، شنونکي وایي چې د دواړو هېوادونو سخت دریځونه د خبرو اترو بهیر نور هم پېچلی کړی دی۔