مقامی ۱۷ مئی ۲۰۲۶

په کوټه کې د درې کسانو د قتل قضیه کې پرمختګ، ۵ کسان نیول شوي

ډېره مراد جمالی: د کوټې د درې کسانو د قتل د پېښې په تړاو د تحقیقاتو په لړ کې مهم پرمختګ شوی، پولیسو د نصیرآباد په ګډ عملیاتو کې ۵ مشکوک کسان نیولي دي، د پولیسو په وینا دا عملیات د کوټې او نصیرآباد پولیسو په ګډه ترسره کړي چې پکې د درنو وسلو او مهماتو لویه اندازه هم ترلاسه شوې، نیول شوي کسان د کوټې ته لېږدول شوي او له هغوی څخه د قتل او وسلو په اړه پلټنې روانې دي۔