کابل (ویب نیوز) سیمهییزې سرچینې او افغان چارواکي وايي چې پاکستان نن سهار د افغانستان د خوست او کندهار ولایتونو پر بېلابېلو سیمو هوايي بریدونه کړي، خو په دغو بریدونو کې د مرګژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی. د خوست د والي ویاند مستغفر ګربز ویلي چې د پاکستان پوځي الوتکو د ګربز ولسوالۍ اړوند د ګلانو کمپ، د ولایت مرکز ته څېرمه او د اسماعیلخېلو او مندوزیو ولسوالیو ځینې سیمې په نښه کړې دي، خو مرګژوبله یې نه ده اړولې. یوې سیمهییزې سرچینې ویلي چې په کندهار کې هم پر یوې سیمې هوايي برید شوی، خو د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي چې برید د کندهار ښار د نهمې ناحیې اړوند پر یوې شاړې ځمکې شوی او مرګژوبله نه لري. د روانې اوونۍ په پیل کې د کونړ او پکتیکا پر ځینو سیمو د هوايي بریدونو راپورونه هم ورکړل شوي وو چې افغان چارواکو یې د مرګژوبلې په اړه معلومات خپاره کړي وو.
