تازه خبرونه ۲۴ ستمبر ۲۰۲۶

افغانستان او ایران د سوداګرۍ، صادراتو، ترانزیټ او پانګونې پر پراختیا خبرې کړې

کابل (ویب نیوز) د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رییس سیدکریم هاشمي په کابل کې د ایران له سفیر علیرضا بیګدلي او مل پلاوي سره لیدلي، چې په ترڅ کې یې د دواړو هېوادونو د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پراختیا، د صادراتو او وارداتو پر زیاتوالي او د پانګونې پر نوو فرصتونو خبرې شوې دي. په لیدنه کې د امام ابوحنیفه رحمه‌الله د پنځم ملي او نړۍوال نندارتون کې د ایراني سوداګرو او پانګه‌والو پر ګډون او نورو سوداګریزو موضوعاتو هم بحث شوی دی. د سوداګرۍ خونې عمومي رییس د دوه اړخیزې سوداګرۍ پر زیاتوالي او سوداګرو او پانګه‌والو ته د اړینو اسانتیاوو پر برابرولو ټینګار کړی، په داسې حال کې چې ایراني سفیر په یاد نندارتون کې د ایراني سوداګرو او پانګه‌والو د ګډون ډاډ ورکړی دی. دواړو لورو د ځمکنیو او رېل‌پټلۍ ترانزیټي لارو د پراخولو، د بندري اسانتیاوو د ښه کولو او د سوداګرۍ او پانګونې لپاره د نوو فرصتونو د رامنځته کولو په اړه هم خبرې کړې دي.