دوبۍ (ویب نیوز) د امریکا له بندیزونو وروسته متحده عربي اماراتو د ایراني هوايي شرکتونو ټولې هغه الوتنې تر بلې خبرتیا پورې ځنډولې دي چې دغه هېواد ته داخلېږي یا ترې وځي. د متحده عربي اماراتو د هوايي چلند ادارې ویلي چې د الوتنو د ځنډولو پرېکړه د امریکا د بندیزونو په تړاو شوې ده. د امریکا د خزانې وزارت په دې وروستیو کې پر ۲۷ ایراني هوايي شرکتونو بندیزونه لګولي وو. د عربي رسنیو د راپورونو له مخې، بغداد او مسقط ته د ایراني هوايي شرکتونو الوتنې هم مخکې ځنډول شوې دي، په داسې حال کې چې د جورجیا او اذربایجان له لوري پر ایراني هوايي شرکتونو د بندیزونو راپورونه هم ورکړل شوي دي.
