پاکستان ۲۴ ستمبر ۲۰۲۶

پښتونخوا ملي عوامي ګوند به د سپټمبر په ۲۷مه د پي ټي آی په احتجاج کې ګډون کوي

کوټه(ویب نیوز) د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د مرکزي سیکرټریټ په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې ګوند به د ۲۰۲۶ کال د سپټمبر پر ۲۷مه د پاکستان تحریک انصاف په احتجاج کې ګډون وکړي او په ټول هېواد کې یې خپلو کارکوونکو ته لارښوونه کړې چې له پي ټي آی سره یوځای په احتجاج کې ګډون وکړي. په اعلامیه کې د پي ټي آی د مشر عمران خان د دوامدارې بندي ساتنې، د هغه د خویندو، د پي ټي آی د پارلمان د غړو، سناتورانو او کارکوونکو د نیولو او د هغوی د ځورولو ادعا په سختو ټکو غندل شوې ده. ګوند په هېواد کې د سیاسي، ولسواکۍ او اساسي قانوني ازادیو د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د سیاسي بې ثباتۍ له امله ناامني، ترهګري، ګراني او بې روزګاري زیاته شوې او د اساسي قانون، ولسواکۍ او پارلمان درناوی زیانمن شوی دی. په اعلامیه کې ویل شوي چې د اوسني بحران د پای ته رسولو لپاره تحریک انصاف او ټول سیاسي او ولسواک ګوندونه باید سره کښېني او د سیاسي او اساسي قانوني لارې حل ولټوي، او د «تحریک تحفظ آئین پاکستان» رول په دې برخه کې مهم کېدای شي. ګوند د عمران خان، د هغه د خویندو، علي وزیر، ماه رنګ بلوچ او نورو سیاسي کارکوونکو د خوشې کولو، د اوسني حکومت د پای ته رسولو او د یوه بې پرې ټاکنیز کمېسیون له لارې د ازادو، عادلانه او روڼو ټاکنو د اعلان غوښتنه هم کړې ده.