کوټه (ویب نیوز) د کوټې ټراما سنټر له فارمسۍ سره تړلي لوړپوړي فارماسسټ ډاکټر محمد ظاهر جمالی د فارماسسټانو د نړیوالې ورځې په مناسبت د پاکستان او نړۍ ټولو فارماسستانو ته مبارکي ویلې او ویلي یې دي چې د روغتیا په برخه کې فارماسستان مهم او بنسټیز رول لري او باید د معیاري درملو د برابرولو، د درملو د خوندي او سم استعمال او د جعلي درملو د مخنیوي لپاره اغېزمن اقدامات وکړي. نوموړي وویل چې زموږ ولس او صوبه لا له وړاندې له وروسته پاتې والي او ستونزو سره مخ دي، نو باید د لا ډېرو ستونزو او تیارې پر لور د هغوی له ټېل وهلو ډډه وشي. هغه وویل چې په عصري روغتیايي نظام کې د ډاکټرانو، فارماسستانو، نرسانو او نورو روغتیايي متخصصینو ترمنځ همغږي ډېره اړینه ده، څو ناروغانو ته د درملنې غوره اسانتیاوې او د درملو د سم استعمال په اړه اړینه لارښوونه ورکړل شي. ډاکټر محمد ظاهر جمالي زیاته کړه چې د فارماسستانو له مسلکي وړتیاوو څخه باید بشپړه ګټه واخیستل شي او د درملو د ناسم او غیرضروري استعمال د مخنیوي، معیاري درملو د برابرولو او د خوندي درملنې لپاره لا زیات تمرکز وشي.
