کوټه (ویب نیوز) د بلوچستان لومړۍ ماس ټرانزیټ ټرېن جناح پیپلز ټرېن د ولس خدمت ته چمتو شوې او له کچلاک څخه تر سریاب پورې د ۳۲ کیلومتره اوږد رېل پټلۍ د نوي کولو کار بشپړ شوی دی. د حکومت د معلوماتو له مخې، پروژه په ۱۲۰ ورځو کې بشپړه شوې او شاوخوا ۳ اربه روپۍ لګښت پرې راغلی دی. په دې مسیر کې کچلاک، بلیلي، شیخ مانده، جي او آر، کوټه، لور کاریز او سریاب په ګډون اووه سټېشنونه شامل دي. د بلوچستان وزیراعلیٰ میر سرفراز بګټي د پروژې پر بشپړېدو خوښي څرګنده کړې او اعلان یې کړی چې جناح پیپلز ټرېن به ژر د ولس لپاره پرانیستل شي. هغه ویلي چې دا ټرېن به د کوټې او شاوخوا سیمو اوسېدونکو، په ځانګړي ډول زدهکوونکو، کارکوونکو، سوداګرو او عامو مسافرو ته خوندي، ارام او ارزانه سفري اسانتیا برابره کړي. د هغه په وینا، د دې خدمت له لارې به د خلکو د سفر وخت او لګښتونه کم شي او د کوټې او شاوخوا سیمو د عامه ترانسپورټ په اسانتیاوو کې به د پام وړ ښه والی راشي۔
