کوټه (ویب نیوز) د امنیتي سرچینو په وینا، د بلوچستان د کیچ ولسوالۍ د پاکستان ایران پولې ته نږدې په عملیاتو کې له فتنۃ الہندوستان سره تړاو لرونکی یو ترهګر وژل شوی دی. د سرچینو په وینا، امنیتي ځواکونو د کره استخباراتي معلوماتو پر بنسټ په سرحدي سیمه کې د مشکوکو کسانو خوځښت معلوم کړ او په وخت کارروایي یې وکړه چې له امله یې د ترهګرو ایران ته د تښتېدو هڅه ناکامه شوه. د امنیتي سرچینو په وینا، دا عملیات د کیچ ولسوالۍ په مزابند رینج سیمه کې ترسره شوي دي. رچینو ویلي چې په بلوچستان کې به د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره عملیات دوام ولري.
