پاکستان ۲۶ ستمبر ۲۰۲۶

د حرمینو شریفینو پر حرمت او امنیت به هېڅ ډول جوړجاړی ونه شي: وزیراعظم شهباز شریف

کوټه (ویب نیوز) وزیراعظم شهباز شریف د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ ۸۱مې غونډې ته د وينا پر مهال وويل چې حرمین شریفین د پاکستان لپاره سره کرښه ده او د هغوی پر حرمت او امنیت به هېڅ ډول جوړجاړی ونه شي. نوموړي د سعودي عربستان پر وړاندې وروستي بریدونه په کلکه وغندل او ويې ويل چې د پاکستان، ترکیې او سعودي عربستان اتحاد د هېڅ هېواد پر ضد نه دی، بلکې په سیمه کې د سولې او ثبات لپاره دی. وزیراعظم وويل چې د مکې تړون هم د کوم هېواد پر ضد نه، بلکې په سیمه کې د سولې لپاره دی. هغه وويل چې پاکستان د امریکا او ایران په خبرو کې د دواړو هېوادونو د یوې مېز ته راوستلو لپاره رول لوبولی او جګړې د هرمز تنګي په څېر مهم سمندري لارې له سخت فشار سره مخ کړې دي. شهباز شریف وويل چې هغه د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته د څلورم ځل لپاره وينا کوي او پاکستان د ملګرو ملتونو د منشور له اصولو سره ولاړ دی. نوموړي زياته کړه چې هند پر پاکستان تېری کړی و او پاکستان د دغه تېري په ځواب کې د ملګرو ملتونو د منشور له مخې د خپل دفاع حق کارولی دی.