کوټه (ویب نیوز) په کوټه او د بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې د جمعې لمانځه پر مهال د هر ډول ناخوښې پېښې د مخنیوي لپاره امنیتي تدابیر سخت کړل شوي دي. د جوماتونو او امام بارګاهونو دننه او بهر امنیتي ځواکونه ځای پر ځای شوي او لمونځ کوونکو ته د ننوتلو پر مهال تلاشي اخیستل شوې ده. په مهمو څلورلارو، حساسو سیمو او نورو ځایونو کې هم اضافي ځواکونه ګومارل شوي او کوټې ته د ننوتونکو موټرو تلاشي هم سخته شوې ده. پر ډبل سواري بندیز هم لګول شوی دی. د جمعې لمانځه پر مهال علماوو د هېواد د ثبات، د ترهګرۍ د له منځه وړلو او د امت مسلمه د بریا لپاره ځانګړې دعاوې وکړې. علماوو پر ولس غږ وکړ چې خپلمنځي اختلافات پای ته ورسوي او د هېواد د کمزوري کولو د هڅو پر وړاندې متحد پاتې شي.
