کوټه (سید سردار محمد خوندۍ)
د تفصیلاتو له مخې د شنبې په ورځ د مازدیګر په وخت د ډیره اسماعیل خان د درازنده په سیمه کې د ډي آئی خان – کوټې پر لویه لار د قاچاق ضد ګډې امن میلې چیک پوستې باندې ترهګرو د بارودو ډک موټر ور وجنګاوه چې له کبله یې زوره وره چاودنه وشوه.
د پولیسو او امنیتي سرچینو په وینا د چاودنې په نتیجه کې ۱۱ تنه شهیدان او تر ۳۰ زیات ټپیان شوي دي. د سرچینو په وینا په شهیدانو کې ۶ پولیس سرتیري، ۲ د ګمرک کارکوونکي، ۲ ښځې او یو ۲ کلن ماشوم هم شامل دی. د امن میلې چیک پوسته یوه ګډه چیک پوسته ده چېرته چې د پولیسو، ګمرک، اکسائز او وایلډ لایف کارکوونکي په ګډه دنده ترسره کوي.
د چاودنې خبر ترلاسه کېدو سره سم د ریسکیو ۱۱۲۲ او امنیتي ځواکونو ګڼ شمیر سرتیري سیمې ته ورسیدل، ټپیان سمدستي نږدې روغتون ته ولیږدول شول، پداسې حال کې چې سیمه کلابنده شوې او د لټون عملیات پیل شوي دي.



