خضدار(ویب نیوز) د خضدار د نال په سیمه کې د نامعلومو وسله والو په ډزو کې قبایلي مشر میر غلام نبي سیاه پاد شهید شوی دی. د سرچینو له مخې پېښه تېره شپه شاوخوا لس بجې هغه مهال وشوه چې میر غلام نبي سیاه پاد د خپل کور مخې ته ولاړ و. وسله والو پرې ډزې وکړې او له پېښې وروسته له سیمې وتښتېدل. میر غلام نبي سیاه پاد د نال د سیاه پاد قبایلو له مخورو مشرانو څخه و. هغه د میر نوید سیاه پاد پلار او د مرحوم میر سرور سیاه پاد او میر غلام مصطفیٰ سیاه پاد ورور و. له پېښې وروسته په سیمه کې د ویر او خپګان فضا خپره شوې او د پېښې په اړه پلټنې روانې دي.
