نوشکي(ویب نیوز) د بلوچستان په نوشکي ولسوالۍ کې امنیتي ځواکونو د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د عملیاتو پر مهال له وسله والو سره په سخته نښته کې ۱۱ ترهګر وژلي دي. د آی ایس پي آر له مخې، د سپټمبر په ۲۵مه په نوشکي کې د ترهګرو پر یوه پټنځای عملیات وشول چې د سختې ډزو وروسته ۱۱ ترهګر ووژل شول. د بیان له مخې یوه ورځ وړاندې د شعبان عملیاتو په دوام کې پنځه نور ترهګر وژل شوي وو چې له دې سره په یادو عملیاتو کې د وژل شویو ترهګرو شمېر ۲۲ ته رسېدلی دی. د آی ایس پي آر په وینا د ترهګرو له پټنځایونو څخه وسلې، مهمات او چاودېدونکي توکي هم ترلاسه شوي دي. د پوځ د عامه اړیکو ادارې ویلي چې د سپټمبر له ۲۱مې راهیسې په بلوچستان کې په بېلابېلو عملیاتو کې د وژل شویو ترهګرو ټول شمېر ۳۳ ته رسېدلی دی.
