کوټه(ویب نیوز) د بلوچستان د سوداګرو ټولنې مشر رحیم اغا، عمومي منشي ولي افغان او نورو سوداګریزو مشرانو په کوټه ښار او د صوبې پر بېلابېلو لویو لارو د ایف سي د چیک پوسټو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د ښار په منځ کې چیک پوسټې د امنیت پر ځای د ولس لپاره د ستونزو سبب ګرځېدلې دي. د دوی په وینا د رېلوې سټېشن، عسکري پارک، بلیلي، بای پاس او لک پاس په ګډون په بېلابېلو ځایونو کې د اوږدې پلټنې له امله ناروغان، زده کوونکي، ښځې، سپین ږیري، کارکوونکي او سوداګر ساعتونه په قطارونو کې انتظار ته اړ کېږي. رحیم اغا پوښتنه کړې چې که دومره زیاتې چیک پوسټې موجودې وي، نو بیا د قاچاقي مالونو د بازارونو تر رسېدو پورې لاره څنګه هوارېږي. نوموړي غوښتنه کړې چې که غیر قانوني کاروبار کېږي، نو د هغه پر ضد دې قانوني اقدام وشي، خو هغه سوداګر چې د مالیې او قانوني اسنادو لرونکي دي، باید بې ځایه ونه ځورول شي او مالونه یې ضبط نه شي. هغه وویل چې ایف سي باید د ګمرک د چارو پر ځای خپلې امنیتي دندې ترسره کړي. رحیم اغا له وزیراعلیٰ بلوچستان، کور کمانډر بلوچستان، آی جي ایف سي او نورو لوړپوړو چارواکو غوښتنه وکړه چې د ښار له منځه غیر ضروري چیک پوسټې لرې، د لویو لارو د پلټنې نظام د ولس د اسانتیا له مخې برابر او د قانوني اسنادو لرونکو سوداګرو ځورول بند کړي.
