کوټه(ویب نیوز) د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د کوټې ولسوالۍ له اړوندو تحصیلونو سره د تړلې تحصیلي صدر کمېټې غونډه د تحصیل سیکرټري نعیم پیر علیزئي په مشرۍ ترسره شوه چې د ګوند مرکزي مرستیال مشر عبدالروف لالا، صوبايي د کارګرانو سیکرټري حبیب الرحمن بازي، د پارلماني چارو صوبايي سیکرټري حضرت عمر اېډوکېټ، د ولسوالۍ اجرائیه غړو او د کمېټې نورو غړو ګډون پکې کړی و. په غونډه کې د تحصیل کنفرانس، تنظیمي او سیاسي فعالیتونو د پراخولو او د ګوند د تنظیمي فعالیت د پیاوړتیا په اړه بحث وشو. عبدالروف لالا غونډې ته په وینا کې وویل چې په اوسنیو شرایطو کې د سیاسي او جمهوري کارکوونکو مسؤلیتونه زیات شوي او هېواد له بحرانونو څخه د ایستلو لپاره د محمود خان اڅکزي له خوا وړاندې شوې وړاندیزونه باید له ځنډ پرته عملي شي. هغه وویل چې له اساسي قانون څخه سرغړونه هېواد لا نورو بحرانونو ته ټېل وهي. نوموړي زیاته کړه چې په یوه جمهوري ټولنه کې باید اختلاف نظر و نه ځپل شي، بلکې د اساسي قانون او سیاسي لارو چارو له مخې ورته حل ولټول شي، ځکه سوله ییز احتجاج د وګړو اساسي جمهوري حق دی. عبدالروف لالا وویل چې د سیاسي کارکوونکو د سوله ییزو غونډو او د نظر څرګندولو پر وړاندې غیر ضروري محدودیتونه په ټولنه کې بې باوري زیاتوي. د هغه په وینا، د هېواد د روانې بې باورۍ او ناکرارۍ دوامدار حل د اساسي قانون د بالادستۍ، د قانون د واکمنۍ او د جمهوري بهیر په پیاوړتیا کې دی. نوموړي وویل چې د هېواد د اوسنیو بحرانونو د حل لپاره باید ټولې سیاسي ډلې پر یوه مېز کښېني او د جدي خبرو له لارې د ستونزو حل ته زمینه برابره کړي او د محمود خان اڅکزي وړاندیزونه باید عملي شي. په غونډه کې د ګوند د تنظیمي فعالیتونو د لا پراخولو او اړوندو سیمه ییزو واحدونو ته د تحصیل کنفرانس د چمتووالي لارښوونه هم وشوه.
