کوټه: د امریکا ولسمشر یو ځل بیا ایران ته خبرداری ورکړی چې ژر پرېکړه وکړي، که نه نو له سختو پایلو سره به مخ شي، هغه په خپل سوشل میډیا پلیټفارم “Truth Social” کې ویلي چې ایران باید له امریکا سره ژر هوکړه وکړي ځکه د هغه په وینا دا د ایران په ګټه ده، ټرمپ مخکې هم ورته سخت پیغامونه ورکړي وو چې پکې یې د “طوفان نه مخکې چوپتیا” یادونه کړې وه او په یوه پیغام کې یې د امریکا پوځی حضور هم ښودلی و۔
