پاکستان ۲۸ ستمبر ۲۰۲۶

په خیبرپښتونخوا کې د ګورنر راج پر انتخاب شاته پردې کار روان دی: طارق فضل چوهدري

کوټه (ویب نیوز)د پارلماني چارو وفاقي وزیر طارق فضل چوهدري ادعا کړې چې په خیبرپښتونخوا کې د ګورنر راج پر انتخاب شاته پردې کار روان دی او دا اختیار په اساسي قانون کې شته چې کارول کېدای شي. نوموړي په سماء ټي وي کې د خبرو پر مهال وویل چې د صوبايي حکومت له کارکردګۍ ولس راضي نه دی، پر بېلابېلو انتخابونو غور روان دی او د ترهګرۍ مخنیوی او د خلکو د ځان او مال ساتنه د وفاقي حکومت لومړیتوب دی. هغه ادعا وکړه چې د پي ټي آیي لانګ مارچ به د اکتوبر په څلورمه هم ترسره نه شي.