کوټه (وېب نيوز)د خیبر پښتونخوا وزیراعلیٰ سهیل افریدي اعلان کړی چې د اکتوبر په ۴مه به اسلاماباد ته ځي او که موټرسايکل نه وي، نو په بایسکل او که بایسکل هم نه وي، پلي به ځي. نوموړي په ملاکنډ کې د کارکوونکو یوې غونډې ته په وینا کې وویل چې د تحریک انصاف د بنسټګر قضیې له څو میاشتو راهیسې نه اورېدل کېږي او د دوی لارې تړل کېږي. سهیل افریدي وویل چې د اکتوبر په ۴مه به اسلاماباد ته په موټرسايکلونو ځي، که موټرسايکل نه وي، نو په بایسکل او که بایسکل هم نه وي، پلي به اسلاماباد ته روانېږي. هغه وویل، څوک چې د منصب یا څوکۍ پسې منډې وهي، هغه کوچنی وي، اقتصاد د خرابېدو په حال کې دی او مزدور ته مزدوري نه ورکول کېږي. وزیراعلیٰ وویل چې جنید اکبر د سومنات یادونه کړې وه چې ځینې کسان پرې غوسه شوي وو، خو جنید اکبر وروسته په دې اړه وضاحت هم ورکړی دی.
