کوټه: د بلوچستان وزیراعلیٰ ویلي چې په صوبه کې امن و امان، پرمختیایي پروژې او د ولسي ستونزو حل د حکومت لومړیتوب دی، هغه په بېلابېلو غونډو کې اړوندو ادارو ته لارښوونه کړې چې د صحت، تعلیم، اوبو او سړکونو پروژې په چټکۍ سره بشپړې کړي تر څو خلکو ته ژر ریلیف ورسېږي، وزیراعلیٰ وویل چې په بلوچستان کې د پانګونې او روزګار فرصتونه زیاتولو لپاره عملي ګامونه اخیستل کېږي او ځوانانو ته فني زده کړو ته ځانګړې پاملرنه کېږي، هغه زیاته کړه چې د پایداره سولې او پرمختګ لپاره ټول ادارې په ګډه کار کوي۔
