کوټه (وېب نيوز) د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان کورنۍ د هغه د خور نورین نیازۍ او عمران خان ترمنځ د لیدنې په اړه خپرې شوې خبرونه او منسوبې څرګندونې رد کړې او بې بنسټه او جعلي یې وبللې. د کورنۍ په خپاره کړي بیان کې ویل شوي چې د نورین نیازۍ او عمران خان د لیدنې په اړه خپرېدونکي خبرونه له حقیقت سره هېڅ تړاو نه لري او له لیدنې څخه منسوبې شوې څرګندونې هم حقیقت نه لري. په بیان کې ویل شوي چې په ټولنیزو رسنیو او نورو سرچینو کې خپرې شوې ټولې جزئیات جعلي دي، چې پکې دا ادعا هم شوې وه چې عمران خان له د خیبر پښتونخوا له وزیراعلیٰ سهیل افریدي څخه ناخوښه شوی دی. د عمران خان کورنۍ څرګنده کړې چې نورین نیازۍ د سترې محکمې د لارښوونو له مخې وروستی ځل د ۲۰۲۶ کال د اګست په ۲۵مه په اډیاله زندان کې له عمران خان سره لیدلي وو او هغې د دې لیدنې جزئیات له هېچا سره نه دي شریک کړي. په بیان کې اندېښنه څرګنده شوې چې دا ډول کیسې په داسې وخت کې خپرېږي چې عمران خان پخپله په بند کې دی او د دغو ادعاوو د مستقیم رد یا وضاحت ورکولو په حالت کې نه دی. کورنۍ غوښتنه کړې چې د عمران خان او د هغه د کورنۍ په اړه دې له دروغو خبرونو او بې بنسټه ادعاوو له خپرولو ډډه وشي او د دا ډول خبرونو غندنه یې کړې ده.
