*کوټه (ویب نیوز) د لکي مروت د عبدالخېل سیمې ته نږدې وسله والو پر هغو ځايي کرکټ لوبغاړو ډزې وکړې چې له سیالۍ وروسته په رکشه کې خپلو کورونو ته روان وو، چې له امله یې درې لوبغاړي محمد عمیر، صادق امین او عالیان ووژل شول او آصف الله، امداد الله او اعجاز خان ټپیان شول. د پولیسو په وینا، لوبغاړي په شاه حسن کې له کرکټ سیالۍ وروسته عبدالخېل ته روان وو چې وسله والو په کمین کې پرې ډزې وکړې او وتښتېدل. پولیسو او ژغورونکو ادارو مړي او ټپیان روغتون ته انتقال کړي او د پېښې د عاملینو د نیولو لپاره یې لټون پیل کړی دی.
