کوټه (ویب نیوز)د سرچینو په وینا، د پي ټي آیي بنسټګر عمران خان د خیبرپښتونخوا د وزیراعلیٰ سهیل آفریدي پر ضد د عدم اعتماد تحریک راوستلو لارښوونه کړې ده. سرچینې وايي چې عمران خان په اډیاله زندان کې له خپلې خور نورین نیازی سره د لیدنې پر مهال د سهیل آفریدي د فعالیت او د صوبايي حکومت د وضعیت په اړه خبرې وکړې. د سرچینو په وینا، نورین نیازی ورته وویل چې شاوخوا ۳۵ د صوبايي اسمبلۍ غړي د سهیل آفریدي پر ضد دي، چې له هغې وروسته عمران خان وویل که سهیل آفریدي د سپټمبر په ۲۷مه اسلام آباد ته لاریون رانه ولي، نو علي امین ګنډاپور ته دې د هغه پر ضد د عدم اعتماد تحریک راوستلو پیغام ورکړل شي. سرچینې ادعا کوي چې دغه پیغام سهیل آفریدي ته له رسېدو وروسته په تګلاره کې نور بدلونونه راغلل او یو وفاقي وزیر هم له وزیراعلیٰ سره پرلهپسې اړیکه لري.
