پاکستان ۲۸ ستمبر ۲۰۲۶

د تقاعدي اصلاحاتو لپاره له اسیايي پرمختیايي بانک څخه د ۵۰ کروړه ډالرو پور پلان

کوټه (وېب نيوز) وفاقي حکومت د تقاعدي اصلاحاتو لپاره له اسیايي پرمختیايي بانک څخه د ۵۰ کروړه ډالرو پور اخیستو پلان جوړ کړی دی. د مالیې وزارت د سرچینو له مخې، دغه پروګرام ته «د عامه سکتور د تقاعد د بدلون پروګرام» نوم ورکړل شوی او له مخې به یې د شاوخوا ۱۳۸ اربه او ۴۸ کروړه پاکستانۍ روپیو معادل پور ترلاسه شي. سرچینې وايي چې اسیايي پرمختیايي بانک به د دغه پروګرام لپاره ۱۵ کروړه او ۹۲ لکه روپۍ تخنیکي مرسته هم برابره کړي، او پروګرام به د ۲۰۲۶ کال د نومبر له لومړۍ نېټې پیل او د ۲۰۲۹ کال تر نومبر پورې بشپړ شي. د مالیې وزارت په وینا، د وفاقي حکومت کلنی د تقاعد لګښت ۱۱۶۹ اربه روپیو ته رسېدلی او نوی پور به د اصلاحاتو له پایلو سره تړلی وي، په داسې حال کې چې موجوده تقاعدي نظام پر ملي خزانې دروند مالي بار ګرځېدلی دی.