کوټه (وېب نيوز) پښتونخوا ملي عوامي ګوند د صوبايي سیکرټرېټ په خپاره کړي بیان کې په سبي کې د ګوند د سبي ضلعې پر مشر ډاکټر سید نور احمد شاه خجک او د پښتونخوا سټوډنټس ارګنایزېشن د سبي ضلعې پر سیکرېټري سید اسماعیل شاه د نامعلومو وسله والو کسانو ډزې او د دواړو د سخت ټپي کېدو پېښه په کلکو ټکو غندل شوې ده. په بیان کې ویل شوي چې سیاسي او جمهوري فعالان په ظلم، جبر، زور، ګواښونو او وېرې له ملي سیاسي او جمهوري مبارزې څخه نه شي شاته کېدای. ګوند د پېښې د بشپړې پلټنې او په پېښه کې د ککړو کسانو د ژر تر ژره نیولو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې ګوند د خپلو کارکوونکو د دفاع حق خوندي ساتي. په بیان کې زیاته شوې چې که تورن کسان و نه نیول شي، ګوند خپل سیاسي، اساسي او جمهوري حق د کارولو اختیار خوندي ساتي.
