چمن (سید سردار محمد خوندئی)
د بلوچستان اسمبلۍ سپیکر کیپټن (ر) عبدالخالق خان اڅکزي د چمن د دورې په ترڅ کې د بېلا بېلو پرمختیایي پروژو افتتاح وکړه او د تر کار لاندې پروژو یې تفصیلي جاج واخیست او د ګڼو پرمختیایي کارونو څخه یې لیدنه وکړه. د ده سره د چمن ډپټي کمشنر حبیب احمد بنګلزي، د پولیسو ضلع مشر اعتزاز عارف په ګډون د بېلا بېلو محکمو افسرانو په ګډون د مسلم لیګ ضلعي صدر حاجي عطاء الله خان اڅکزی، د میونسپل کارپوریشن ډپټي میئر مطیع الله اڅکزی هم موجود وو.
په دې موقع د بلوچستان اسمبلۍ سپیکر کیپټن (ر) عبدالخالق خان اڅکزي د چمن ښار د مرکزي عیدګاه ګراونډ د ودانولو د کار د بشپړیدو افتتاح هم وکړه. په دې موقع د مرکزي جامع جومات خطیب حافظ مولانا سمیع الله د بلوچستان اسمبلۍ د سپیکر کیپټن ریټائرډ عبدالخالق خان اڅکزي مننه وکړه. هلته اړوند افسر ورته د ودانولو د کار په اړه بریفینګ ورکړ.
د بلوچستان اسمبلۍ سپیکر کیپټن ریټائرډ عبدالخالق خان اڅکزي په دې موقع وویل چې اړوند چارواکي دې په روانو پرمختیایي پروژو کې د معیار په ساتلو او په خپل وخت یې په بشپړولو کې هیڅ ډول غفلت ونه زغمي. چمن زمونږ ټولو شریک وطن دی، دلته دې ټولې ادارې په هر کار کې غفلت ونه کړي، د ولس خدمت د صوبایي حکومت په لومړیتوبونو کې شامل دی.
په ورته وخت کې د چمن ډپټي کمشنر کمپلیکس کې د بلوچستان اسمبلۍ د سپیکر کیپټن ریټائرډ عبدالخالق خان اڅکزي په مشرۍ کې یوه لوړه کچه غونډه جوړه شوه، چې پکې د ولسوالۍ د عمومي وضعیت په ګډون په بېلا بېلو سیمو کې د روانو پرمختیایي کارونو تفصیلي جاج واخیستل شو. په دې غونډه کې د ټولو محکمو افسرانو ګډون کړی وو.
