کوټه: وزیراعلیٰ بلوچستان ویلي چې د روانو پرمختیایي پروژو په وخت بشپړول د حکومت لومړیتوب دی او د خلکو د اساسي اړتیاوو په برابرولو کې هېڅ ډول غفلت نه شي زغمل کېدای، هغه په یوې لوړپوړې غونډه کې اړوندو چارواکو ته لارښوونه وکړه چې د صحت، تعلیم، پاکو اوبو او سړکونو پروژې نورې هم چټکې کړي، وزیراعلیٰ وویل چې حکومت د امن ښه کولو، پانګونې زیاتولو او ځوانانو ته د کار نوي فرصتونو برابرولو لپاره جامع تګلاره عملي کوي۔
