چمن (سید سردار محمد خوندئی)
د عوامي نېشنل پارټۍ بلوچستان صوبايي صدر اصغر خان اچکزئی نن د چمن سېشن کورټ ته حاضر شو، چېرته چې معزز عدالت د هغه پر ضد درج شویو ټولو مقدمو کې د ضمانت غوښتنلیکونه منظور کړل.
له عدالت څخه د باندې له رسنیو سره په خبرو کې اصغر خان اچکزئی وویل چې په صوبه کې په ځانګړي ډول په چمن ضلع کې د امن و امان خرابېدونکی وضعیت، د روزګار محدود موقعې او ولس ته پېښې بنسټیزې ستونزې ډېرې د اندېښنې وړ دي.
هغه وویل چې د ولسي ستونزو، قامي حقونو او دیموکراتیک غږ د ځپلو لپاره پر سیاسي کارکوونکو باندې بې بنسټه مقدمې او د فشار چلونه هېڅ صورت د منلو وړ نه دي. په مقدمو او سپکو چلونو د ولس غږ نشي خاموش کیدلی، ولسي مبارزه نشي ختمیدلی.
هغه زیاته کړه چې د قامي حقونو، دیموکراتیکو ارزښتونو او د ولس د جائزو ستونزو لپاره به زموږ آئيني او جمهوري مبارزه په هر قیمت روانه وي.
د حاضرۍ پر مهال د کیس پیروي سینئر قانون پوه ایډوکیټ اولس یار ترین، ایډوکیټ عنایت الله او نورو وکیلانو وکړه.
په دې موقع د اېن پي ضلعې صدر عبدالخالق اکمل، جنرل سیکرټري سمیع الله اچکزئی، د تحصیل صدرانو ګل جانو، چیرمین ګل زمان، عصمت وارخطا، محمد علي مدلا، د میونسپل کارپوریشن چمن اپوزیشن لیډر صابر خان اچکزئی، حاجي زرین خان، ماسټر شراف الدین، ناصر صاب، حمید الله کوچی په شمول د ګوند ضلعې او تحصیلي مسؤلین او ګڼ شمېر کارکوونکي موجود وو.
