چمن (سید سردار محمد خوندئی)
د چمن د سوداګرۍ او صنایعو خونې د نوې کابینې د لوړې مراسم د چمن په چیمبر هاؤس کې ترسره شول. د دې غونډې ځانګړی مېلمه د عوامي نېشنل پارټۍ صوبايي صدر اصغر خان اڅکزی ؤ.
په دغو مراسمو کې د چمن د سوداګرۍ او صنایعو خونې نوي ټاکل شوي صدر حاجي علاءالدین اڅکزی، سینئر نائب صدر حاجي عطاء الله او نائب صدر شیر زمان اڅکزي په ګډون نورو چارواکو د خپلو دندو لوړه وکړه.
د لوړې په مراسمو کې د سوداګرو ټولنې، قومي مشرانو، دولتي چارواکو، د بېلا بېلو فکرونو او سوداګریزو حلقو اړوندو کسانو په لویه کچه ګډون کړی ؤ.
د غونډې پیل د قران پاک د تلاوت څخه وشو، ورپسې پخواني صدر عبدالنافع جان د خپلې صدارت د دورې تفصیلي کارکردګۍ راپور وړاندې کړ، چې د ګډونوالو لخوا وستایل شو.
په دې موقع ځانګړي مېلمه اصغر خان اڅکزي او نورو ویناوالو نوې ټاکل شوې کابینې ته مبارکي ورکړه او د چمن د سوداګرې ټولنې د ستونزو د حل، سوداګریزو فعالیتونو د پراختیا او سوداګرۍ لپاره د مناسب چاپېریال د رامنځته کولو په اړه یې د نېکو هیلو څرګندونه وکړه.
په غونډه کې دا ژمنه هم وشوه چې د سوداګرۍ خونې نوې کابینه به د سوداګرې ټولنې په بشپړه توګه استازیتوب کوي، د هغوی ستونزې به اړوندو چارواکو ته رسوي او د سوداګریزو چارو د ودې لپاره به خپل بشپړ رول ادا کوي.
