پاکستان ۳۰ ستمبر ۲۰۲۶

۳۵ نوی ژوند ژغورونکو درملو بیې وټاکل شوې، د نورو درملو بهیر روان دی

اسلام‌آباد(ویب نیوز) د پاکستان د درملو د تنظیم ادارې (ډریپ) د ۳۵ نویو او ژوند ژغورونکو درملو اعظمي پرچون بیې ټاکلې او اړوند خبرتیا یې خپره کړې ده. په دغو درملو کې د سرطان، زړه ناروغیو او ټایفایډ د درملنې دواګانې، بېلابېل مهم واکسینونه او نور اړین درمل شامل دي. د پاکستان د درمل جوړونکو ټولنې په وینا، د بیو له ټاکلو وروسته درمل جوړونکو شرکتونو ته د دغو درملو د سوداګریز تولید یا واردولو زمینه برابره شوې، خو په بازار کې یې د موجودېدو بهیر له یوې تر دوو میاشتو وخت نیولی شي. د راپورونو له مخې، په تېرو دوو کلونو کې د شاوخوا ۸۰ نویو درملو د ثبت او بیو ټاکلو لپاره غوښتنلیکونه ورکړل شوي وو، چې له ډلې یې د نورو ۴۵ درملو د بیو ټاکلو بهیر هم په دوهم پړاو کې روان دی.