پاکستان ۱۷ مئی ۲۰۲۶

د ذوالحجې چاند ولیدل شو، عیدالاضحیٰ به د مې په ۲۷مه ولمانځل شي

کوټه: د مرکزي رویت هلال کمیټې مشر اعلان کړی چې د ذوالحجې میاشتې چاند لیدل شوی، له همدې امله به سبا د ذوالحجې لومړۍ نېټه وي او عیدالاضحیٰ به د مې په ۲۷مه، چهارشنبه ولمانځل شي، د کمیټې په غونډه کې د موسمیاتو ادارې او سپارکو کارپوهانو هم ګډون کړی و، خو اسلام آباد او لاهور کې زونل کمیټو د چاند د لیدلو کومه شاهدي نه ده ترلاسه کړې۔