پاکستان ۳۰ ستمبر ۲۰۲۶

د اکتوبر پر ۴مه هر صورت لانګ مارچ کوو، د پي ټي آی پارلماني ګوند پرېکړه

پېښور(ویب نیوز) د پاکستان تحریک انصاف پارلماني ګوند د اکتوبر پر ۴مه له پېښوره اسلام‌اباد ته د لانګ مارچ کولو پر هوډ ټینګار کړی او د خېبر پښتونخوا وزیراعلا سهیل افریدي د ګوند غړو او مشرانو ته د تیاریو لارښوونه کړې ده. د سهیل افریدي په مشرۍ آنلاین غونډه کې د صوبايي او قامي اسمبلۍ غړو، وزیرانو او نورو مشرانو ګډون وکړ او د لانګ مارچ پر تګلارې خبرې وشوې. په غونډه کې تر اکتوبر ۴مې د صوابۍ پر لور د تګ، هلته د څو ورځو لپاره د پاتې کېدو او د خېمو د ښارګوټي جوړولو وړاندیز هم وشو. وزیراعلا د لانګ مارچ د ځنډولو په اړه د شوکت یوسفزي پر وړاندیز ناخوښي څرګنده کړه، په داسې حال کې چې شوکت یوسفزي په خپل لیک کې د موجوده سیاسي او امنیتي حالاتو له امله د مارچ د ځنډولو غوښتنه کړې وه.