پاکستان ۱ اکتوبر ۲۰۲۶

د ایس سي او غونډې لپاره د ۴۵ بلټ پروف موټرو پېرود، ۹.۶ ارب روپۍ ځانګړې شوې

اسلام‌اباد (ویب نیوز) د پاکستان حکومت د شانګهای همکارۍ سازمان (ایس سي او) د سرمشریزې غونډې لپاره د ۴۵ نویو بلټ پروف موټرو د پېرودلو په موخه ټولټال ۹.۶ اربه روپۍ اضافي بودیجه ځانګړې کړې ده، په داسې حال کې چې ۳۰۰ غیر بلټ پروف موټرې به په کرایه واخیستل شي. د حکومت د وضاحت له مخې د کابینې څانګې سره موجودې تر ټولو نوې بلټ پروف موټرې د ۲۰۱۶ کال ماډل دي چې د غونډې د اړتیا وړ امنیتي معیارونه نه پوره کوي، نو د نړیوالو پلاوو د خوندي تګ راتګ لپاره د نویو موټرو پېرود اړین بلل شوی دی. د مالیې وزارت د ۳۰ بلټ پروف موټرو لپاره د ۶.۶ اربه روپیو اضافي مرستې منظوري ورکړې وه، په داسې حال کې چې د نورو ۱۵ بلټ پروف سېډان موټرو لپاره ۳ اربه روپۍ ځانګړې شوې دي. د حکومت د سپما د اقداماتو له مخې د نویو موټرو پر پېرود بندیز موجود دی، خو د دغو موټرو د پېرود لپاره ځانګړې استثنا ترلاسه شوې ده. حکومت ویلي چې د ایس سي او په غونډه کې د هېوادونو د مشرانو، حکومتي مشرانو او لوړپوړو چارواکو د ګډون له امله د نړیوالو امنیتي معیارونو مطابق د خوندي ترانسپورټ برابرول اړین دي.