اسلاماباد (ویب نیوز) د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د چین د جوړېدو د ۷۷مې کلیزې په مناسبت یوې غونډې ته د وینا پر مهال د چین ولسمشر شي جین پینګ او د دغه هېواد خلکو ته مبارکي ورکړه او ویې ویل چې د نړۍ په سوله، ثبات او پرمختګ کې چین خورا مهم رول لري. نوموړي وویل چې د پاکستان او چین د خلکو زړونه له یو بل سره تړلي دي او د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي دهلېز «سی پېک» د اوږدې مودې دوستۍ او د سوکاله او پرمختللي راتلونکي لپاره د ګډ هوډ څرګندونه کوي. وزیراعظم وویل چې پاکستان اوس د «سی پېک ۲.۰» نوي پړاو ته داخلېږي چې پکې به صنعت، ځانګړي اقتصادي زونونه، معلوماتي ټکنالوژي، مصنوعي ځیرکتیا، کرنه، کانکیندنه او معدنیاتو ته ځانګړې پاملرنه کېږي. هغه وویل چې د پاکستان د کرنې د فارغانو لومړۍ ډله چې شمېر یې زر تنه دی، په چین کې خپله روزنه بشپړه کړې او د نورو زرو کسانو بله ډله هم چین ته د تګ لپاره چمتو ده. وزیراعظم زیاته کړه چې له چین سره اړیکې د پاکستان د بهرنۍ پالیسۍ اساسي ستنه ده.
