اسلاماباد (ویب نیوز) په خیبر پښتونخوا کې د سیاسي او امنیتي وضعیت په اړه د وفاقي حکومت مشورې روانې دي. د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف له د ملي اسمبلۍ له سپیکر سردار ایاز صادق سره لیدلي چې په ترڅ کې یې د اساسي قانون، حقوقي او پارلماني چارو ترڅنګ د صوبې پر وضعیت خبرې شوې دي. له دې وروسته د وزیراعظم په مشرۍ په لوړه کچه مشورتي غونډه کې په خیبر پښتونخوا کې د احتمالي اساسي او حقوقي اقداماتو پر بېلابېلو انتخابونو غور شوی او وزیراعظم پرېکړه کړې چې له هر ډول لوی اقدام مخکې به ټول اړوند اړخونه په باور کې واخیستل شي. د پارلماني چارو وزیر طارق فضل چودري ویلي چې وفاقي حکومت د اساسي قانون د ۲۳۲مې مادې له مخې د بېړني حالت د اعلان په ګډون پر بېلابېلو امکاناتو غور کوي او د دې لپاره یې د صوبې امنیتي وضعیت مهم بللی، خو د قانون وفاقي وزیر اعظم نذیر تارړ ویلي چې د سپیکر په دفتر کې په شوې غونډه کې د ګورنر راج یا بېړني حالت په اړه خبرې نه دي شوې. بل لور ته د تحریک انصاف مشرانو د احتمالي ګورنر راج مخالفت کړی او ویلي یې دي چې دا به سیاسي ترینګلتیا زیاته کړي. د موجودو راپورونو له مخې تر اوسه په خیبر پښتونخوا کې د ګورنر راج یا بېړني حالت د عملي کولو په اړه کومه وروستۍ رسمي پرېکړه نه ده شوې.
