تازه خبرونه ۱ اکتوبر ۲۰۲۶

د بلوچستان بااستعداده ځوانان د صوبې ویاړ دی، وزیر اعلیٰ میر سرفراز بګټي

کوټه (سید سردار محمد خوندئی)

د جمعیت علماء اسلام د صوبائی اسمبلۍ غړی او د اېس اېنډ جي اې ډي اېنډ لاء کمېټۍ چیئرمین سردارزاده سید ظفر علي آغا د چهارشنبې په ورځ د بلوچستان له وزیر اعلیٰ میر سرفراز بګټي سره ملاقات وکړ.

په دې موقع هغه د پشین د کلي هیکلزۍ سره تعلق لرونکی ځیرک زده کوونکی ولي الله ترین ولد عین الدین وزیر اعلیٰ سره وګنل، چا چې د میډیکل اېنډ ډینټل کالج اېډمیشن ټېسټ 2026 کې په ټول بلوچستان کې لومړی مقام ترلاسه کړی دی.

د بلوچستان وزیر اعلیٰ میر سرفراز بګټي ولي الله ترین ته د دې سترې بریا مبارکي او شاباسی ورکړه. هغه وویل چې د ولي الله ترین دا کامیابي نه یوازې د هغه د مور او پلار بلکې د ټول بلوچستان لپاره د ویاړ ځای دی.

وزیر اعلیٰ وویل چې د بلوچستان ځوانان د خپل خدای ورکړي استعداد، نه ستړې کیدونکي محنت او عزم له لارې په هره برخه کې د پام وړ بریاوې ترلاسه کوي. صوبایي حکومت به په هر فورم کې د بااستعداده زده کوونکو بشپړ سرپرستي او مرسته جاري وساتي.

وزیر اعلیٰ د ځیرک زده کوونکي ولي الله ترین د روښانه راتلونکي لپاره د نیکو هیلو څرګندونه وکړه او هیله یې وښوده چې هغه به خپل محنت او لګن په همدې توګه وساتي او په راتلونکي کې به هم د بریاوو لړۍ جاري وساتي.

په دې موقع د صوبائی اسمبلۍ غړی اسفندیار خان کاکړ هم موجود وو.