پاکستان ۲ اکتوبر ۲۰۲۶

د آسان خدمت مرکزونو پراختیا، د دولتي چارو لپاره د دفترونو چکرونه باید ختم شي

اسلام‌اباد (ویب نیوز) د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د آسان خدمت مرکزونو د پراختیا او خلکو ته د یوه چت لاندې د ګڼو دولتي خدمتونو د وړاندې کولو د بهیر د چټکتیا لارښوونه کړې او ویلي یې دي چې خلک باید د دولتي چارو لپاره بیا بیا دفترونو ته له تګ څخه خلاص شي. نوموړي د اسلام‌اباد د مرکز د پراختیا، په بېلابېلو کاونټرونو کې د کارکوونکو د شمېر زیاتولو او د مرکز د فعالیتونو د درېیمګړي ارزونې راپور د وړاندې کولو لارښوونه کړې ده.وزیراعظم په مظفراباد، ګلګت او سکردو کې د آسان خدمت مرکزونو د ژر فعالولو او په پېښور او بنو کې د نویو مرکزونو د جوړولو لپاره د سمدستي اقداماتو امر هم کړی دی. هغه د خصوصي سکټور په همکارۍ د هېواد په نورو سیمو کې د دغو مرکزونو د جوړولو غوښتنه کړې ده. د سرکاري راډیو د معلوماتو له مخې، د اسلام‌اباد آسان خدمت مرکز په روان کال کې له ۱۷۱ زرو څخه ډېرې غوښتنې پروسس کړې دي.