پاکستان ۲ اکتوبر ۲۰۲۶

اپوزیشن اتحاد له حکومت سره خبرو ته چمتو شو

اسلام‌اباد (ویب نیوز) اپوزیشن اتحاد د حکومت د خبرو وړاندیز منلی او له حکومت سره خبرو ته یې رضایت ښودلی دی. د پارلمان په ودانۍ کې د اپوزیشن د مشرانو په غونډه کې د تحریک انصاف مشر بېرستر ګوهر علي خان، اسد قیصر، د قومي اسمبلۍ د اپوزیشن مشر محمود خان اڅکزی او علامه راجه ناصر عباس په ګډون ګڼو مشرانو ګډون وکړ. په غونډه کې د سیاسي وضعیت، د حکومت د خبرو وړاندیز او د راتلونکي تګلارې په اړه بحث وشو. د بېرستر ګوهر په وینا، د حکومت پیغام منل شوی او د خبرو لپاره د لیدنې امکان شته، خو د اکتوبر څلورمې نېټې ټاکل شوی لانګ مارچ هم پر خپل ځای پاتې دی.