اسلاماباد (ویب نیوز) په خیبر پښتونخوا کې د احتمالي ګورنر راج یا بېړني حالت د لګولو په اړه د عوامي نېشنل ګوند مرکزي مشر ایمل ولي خان او د مسلم لیګ (ن) مشر عابد شېر علي ترمنځ پر ټولنیزو رسنیو سخت لفظي بحث شوی دی. ایمل ولي خان د ګورنر راج او بېړني حالت مخالفت کړی او دا یې غیر ډیموکراتیک اقدام بللی، خو عابد شېر علي د هغه پر څرګندونو غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې په دې اړه لا پرېکړه نه ده شوې او له ایمل ولي خان څخه د مشورې غوښتنه چا کړې ده؟ ایمل ولي خان په ځواب کې ویلي چې د عوامي نېشنل ګوند سیاست د اساسي قانون، وفاق او ډیموکراتیکو اصولو لپاره دی او د ګوند نظریاتي دریځ د سیاسي ګټو لپاره نه شي بدلول کېدای. نوموړي د ګورنر راج او بېړني حالت مخالفت په رسنیو سره په خبرو کې هم تکرار کړی دی.
