مقامی ۲ اکتوبر ۲۰۲۶

په پشین کې د سېلاب ځپلو ۱۶۶ کورنیو ته ۸۳۰ څاروي ووېشل شول

پشین (ویب نیوز) د ۲۰۲۲ کال د ویجاړوونکو سېلابونو له امله د څارویو له لاسه ورکړو کورنیو د اقتصادي بیا رغونې لپاره د «پوسټ فلډز لایوسټاک سپورټ پروژې» له لارې د پشین ولسوالۍ ۱۶۶ مستحقو مالدارو بزګرانو ته ۸۳۰ څاروي ووېشل شول. دغه پروژه د اروپايي ټولنې په مالي ملاتړ د پاکستان پاورټي ایلېوېشن فنډ او بلوچستان رورل سپورټ پروګرام په همکارۍ عملي کېږي. د وېش له وړاندې د ټولو څارویو وترنري معاینه، واکسین او ټګنګ ترسره شو، څو د هغوی روغتیا او پېژندنه یقیني شي. د پروژې موخه د سېلاب ځپلو کورنیو د مالدارۍ شتمنیو بیا رغول، د کار او عاید فرصتونه بېرته رامنځته کول او د مالدارو کورنیو اقتصادي ثبات پیاوړی کول دي.