پېښور(ویب نیوز) د پاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري او د خېبر پښتونخوا والي فیصل کریم کنډي ټیلیفوني خبرې کړې دي، چې په ترڅ کې یې د صوبې پر سیاسي او امنیتي وضعیت بحث شوی. د خېبر پښتونخوا والي بلاول بوټو ته په هنګو، ډېره اسماعیل خان، ټانک او کوهاټ کې د ترهګرۍ د پېښو او د افغانستان له لوري د ډرون د نسکورولو په اړه معلومات ورکړل. بلاول بوټو وویل چې د خېبر پښتونخوا حکومت دې د ترهګرۍ او جګړې له وضعیت سره د مقابلې لپاره خپل رول ادا کړي او په صوبه کې روان اوږه مارچ دې له کوم شرط پرته پای ته ورسول شي.
