راولپنډۍ (ویب نیوز) د انټر سروسز پبلک ریلیشنز (آی اېس پي آر) عمومي رییس لیفټیننټ جنرال احمد شریف چوهدري ویلي چې پاکستان د حرمینو شریفینو د دفاع او د سعودي عرب د امنیت د یقیني کولو لپاره چمتو دی. نوموړي په راولپنډۍ کې د یوې خبري غونډې پر مهال وویل چې د حرمینو شریفینو د امنیت په اړه د پاکستان ژمنتیا څرګنده او ټینګه ده او پاکستان د مکې د ګډ دفاعي تړون د عملي کولو لپاره بشپړ هوډ لري. هغه وویل چې د مکې دفاعي اتحاد د دفاعي همکارۍ اړوند معلومات محرم دي، نو په دې اړه له رسنیو سره جزئیات نه شي شریکېدای. د آی اېس پي آر عمومي رییس زیاته کړه چې پاکستان به د خپل هېواد د امنیت او جغرافیایي پولو د ساتنې په برخه کې هېڅ ډول جوړجاړی ونه کړي.
