پېښور (ویب نیوز) د خیبر پښتونخوا د قومي احتساب ادارې (نیب) د کوهستان مېګا سکینډل په قضیه کې د ۵۱ کروړه او ۸۰ لکو روپیو څخه د زیاتو په ارزښت شتمنۍ بېرته ترلاسه کړې دي. د پېښور د احتساب درېیمې محکمې د تورن مشرف شاه له لوري د شتمنیو د سپارلو غوښتنه منظوره کړې، چې پکې ۴۰ کروړه او ۷۰ لکه روپۍ نغدې او دوه جایدادونه شامل دي چې ټول ارزښت یې له ۱۱ کروړه او ۱۰ لکو روپیو څخه زیات ښودل شوی دی. نیب وايي چې په دې قضیه کې تر دې وړاندې هم د اربونو روپیو شتمنۍ او پیسې ترلاسه شوې او د خیبر پښتونخوا حکومت ته سپارل شوې دي، په داسې حال کې چې د ناقانونه ترلاسه شویو شتمنیو د بېرته ترلاسه کولو لړۍ روانه ده.
