کوټه (ویب نیوز) د بلوچستان اسمبلۍ ځینو غړو ویلي چې په صوبه کې د امن او امان وضعیت د اندېښنې وړ دی او د خلکو د خوندیتوب او ځوانانو لپاره د روزګار د فرصتونو برابرول د حکومت اساسي مسؤلیت دی. د نېشنل پارټۍ غړي میر رحمت صالح بلوچ، د جماعت اسلامي بلوچستان مشر مولانا هدایت الرحمن بلوچ، د جمعیت علمای اسلام غړي میر زابد علي ریکي، ډاکټر نواز کبزئي او فضل قادر مندوخېل په خپلو څرګندونو کې د بېروزګارۍ د زیاتېدو او د ځوانانو لپاره د کاري فرصتونو د کمېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړه. دوی وویل چې د ناوړه امنیتي او اقتصادي وضعیت له امله ګڼ شمېر خلک، په ځانګړي ډول ځوانان، د ښه راتلونکي او روزګار په لټه کې له صوبې او هېواد څخه بهر د تګ هڅه کوي او له حکومته یې وغوښتل چې د امن او امان د ښه کولو ترڅنګ د روزګار نوي فرصتونه رامنځته، د ځوانانو لپاره ځانګړي پروګرامونه پیل او د خلکو د اقتصادي ستونزو د کمولو لپاره بېړني اقدامات وکړي. د بلوچستان د امن او امان په اړه د صوبايي اسمبلۍ د غړو اندېښنې په وروستیو میاشتو کې هم راپور شوې دي.
